امنیت

د هوايي ځواکونو يو هليکوپتر په قندهار کې بيړنۍ ناسته وکړه

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
د افغان ځواکونويوهليګوپتر تېره شپه د قندهار هوايي ډګر ته څېرمه بيړنۍ ناسته وکړه.
په دې پېښه کې هليکوپتر ويجاړ شوى دى اويو پيلوټ يې ټپى شوى دى .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه هليکوپتر تېره شپه له ارغستان ولسوالۍ څخه د قندهار ښار ته د افغان ځواکونو د شهيدانو اوټپيانو د لېږدونې په وخت کې د احمد شاه بابا نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د هوا د خرابوالي له امله بيړنۍ ناستې ته اړ شو.
د قندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزي باختراژانس ته وويل چې په دې پېښه کې دهليکوپتر يو پيلوټ ټپى شوى دى او هليکوپتر هم ويجاړ شوى دى.
هغه فني نيمګړتيا د دغه هليکوپتر د راغورځېدو علت وباله خو د قندهار د احمد شاه بابا د هوايي ډګر يو امنيتي خبرځاى د هوا خرابوالي د دغه پوځي هليکوپتر د بيړنۍ ناستې اصلي علت وباله.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته