خبرونهټولنه

په زابل کې پر ۴۵۸ مالدارانو مرسته ووېشل شوه

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې یونین موسسې له ۴۵۸ مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په شینکۍ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځایي چارواکي وايي چې په دې مرسته کې پر هر مالدار څلور_څلور بورۍ کنجاړه ووېشل شوه.
د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو عصام الدین، عبدالولي او عبدالقادر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل: خوښ دي چې د امن په فضاء کې د خپل وطن په درنه غېږه کې ژوند کوي او وخت پر وخت ورسره مرستې کېږي.
په همدې حال کې د Union موسسې استازی انجنیر خالد ولي وایي که څه هم دغه مرسته ولس ته بسنه نه کوي؛ خو ډاډ یې ورکړ چې د شینکۍ ولسوالۍ له مالدارانو سره به ورته نورې مرستې هم وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته