ورزش

د هيواد د ګلف ملي ټيم د آسيايي المپيک په سياليوکې ښه وځليد

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
د افغانستان د ګلف ملي ټيم د آسيايي المپيک د سياليو په اوولسمه دوره کې په خپلو لومړيو سياليوکې ٩١ او ٩٤ امتيازونه ترلاسه کړل .
د هيواد د ملي ټيم غړو حشمت سروري او علي احمد فاضل پرون په اتلسو ډګرونو کې خپلې سيالۍ تر سره کړې او ښه امتيازونه يې ترلاسه کړل.
په دغو سياليوکې حشمت الله وکولاى شول په اتلسو ډګرونوکې ٩١ امتيازونه ترلاسه کړي او د افغانستان بل لوبغاړى علي احمد فاضل په دغو سياليوکې په اتلسو ډګرونوکې ٩٤ امتيازونه ترلاسه کړل.
د ګلف د فدراسيون مرستيال محبوب شاه قاري زاده د هيواد د ملي ټيم د لوبغاړولو يې د افغانستان لپاره قناعت بخښوونکي وبلل او هيله يې وکړه چې د هيواد ورزشکاران د دغو سياليو په نورو دريو ورځوکې ښې نتيجې ترلاسه کړي. د ګلف سياليو درې ورځې نورې دوام کوي او هر لوبغاړى چې وکولاى شي په هر ډګر کې ښه امتيازونه ترلاسه کړي؛ د سرو زرو، سپينو زرو او د ژيړو مډالونه ترلاسه کوي.
دغه راز د وزن پورته کولو په سياليوکې زموږ دهيواد لوبغاړى د ٨٥ کيلوګرامو په وزن کې په يو ضرب سره ١١٧ کيلوګرامه وزن او به دوو ضربونوکې ١٥٠ کيلوګرامه وزن پورته کړ او د پنځلسو لوبغاړو ترمنځ يې دولسم مقام وګاټه .
دا په داسې حال کې ده چې د وزن پورته کولو د فدراسيون رييس مروان مين هم ددغو سياليو د داورانو د غړي په توګه معرفي شو او ټاکل شوې ده د وزن پورته کولو په سياليوکې داوري وکړي.
تراوسه پورې چين د ١٣٦ مډالونو په ګټلو سره لومړى مقام ، کوريا د ٨٤ مډالونو او جاپان د ٨٣ مډالونو په ترلاسه کولو سره په دويم او دريم مقامونوکې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته