امنیت

د هيواد په بيلابيلو سيموکې د۱۲۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
  د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او يرغليزو عملياتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تيرو ۲۴ ساعتو کې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول، د طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو ، ۸ تنو داعشيانو  او ۷  تنو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۲۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي،  ۵۸ تنه ټپيان  او ۲تنه نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.    دغه ګډ عمليات چې د توپچي اوهوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، پکتيا، روزګان، ز ابل، فراه،  بادغيس، فارياب،  بغلان تخار، بدخشان او  هلمند په ولايتونو کې تر سره شوي  له امله يې د روزګان ولايت د دهراوود په ولسوالۍ کې ۴۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۲۳ تنه ټپيان او يو شمير وسلې اومهمات لاسته راغلي، دفراه ولايت د بالابلوک  ولسوالۍ اړوند سياه جنګل په سيمه کې د طالبانو د ۳ تنو سيمه ييزو قوماندانانو هريو فضل هادی، سردار، معاذ  او ۷ تن پاکستاني ترهګرو په ګډون ۳۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او  ۲۱ تنه ټپيان، د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍد خاني کلا او مرکز اړوند سيمو کې ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۸ تنه ټپيان اود هغوي  يوموټر، يو موټرسايکل او يوشمير وسلې او مهمات لاسته راغلي، د کونړ ولايت د چپې درې په ولسوالۍ کې د داعشيانو د ۲ تنو سيمه ييزو قوماندانانو هريو حسن خان  او محمد الله په ګډون ۸  تنه داعشيان وژل شوي او  د  پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل  شوي ،  او ددښمن د وسلو او مهماتو يوه زيرمه او يو موټر له منځه وړل شوي دي .
دغه راز په دغو عملياتو کې، د هلمند ولايت د نهر سراج په ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان او د دښمن ۳ پتنځايونه له منځه وړل شوي ، د زابل ولايت د ميزان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، د تخار ولايت د خواجه غار په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان د دښمن يوه قرارګاه او ۲ پټنځايونه له منځه وړل شوي  او د ننګرهار ولايت د غني خيلو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر له ۲ ميله وسلو سره نيول شوي دي .
په تيرو ۲۴ ساعتو کې ۱۰چاڼيز او  ۶۹خاص کماندويي عمليات  د هيواد په ۸  ولايتونو کې ترسره شوي ، د افغانستان هوايي ځواکونو۱۲۴  الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په   موخه کړي او۱۸ هوايي ګوزارونه   هم  د دښمن په پټنځايونو  تر سره شوې دي.
ملي اردو د هيواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنيت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.                                        ملي اردو د تروريستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او  اراده لري .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته