امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لسګونو تنو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر دوږي  نولسمه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۲ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۱۰۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۷هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو ، د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۸۵ الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې یې لسګونه تنه  وسله وال ترهګر وژل  شوي او  ۶۴ تنه  نور  ټپیان  شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیا،میدان وردک، لوګر، کندهار، ارزګان،  فراه، بغلان، تخار  بدخشان فاریاب، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد په ولسوالۍ کې ۵۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن ۳ موټرونه له منځه وړل شوي، د پکتیا ولایت د جاني خیلو او احمد خیلو په ولسوالیو کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپيان، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپيان او د ورزګان ولایت د خاص ورزګان ولسوالۍ او مرکزپورې اړوند سیمه کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي .همدا راز د غزني ولایت د اندړو، قره باغ او مقر په ولسوالیو کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه تپيان، د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه تپيان، د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۴ میله وسلې لاسته راغلي او د فراه ولایت مرکز اړوند  د سور په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي  .
.پاى- شکريه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته