سیاستخبرونهTOP

د هېواد جمهوررییس د  چین له  جمهوررییس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د چنګاښ ۲۵مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن غرمه د چین ولسي جمهوریت جمهوررئیس شي جین پینګ سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې د چین جمهوررئیس په افغانستان کې د امنیت، اقتصادي ودې، سولې پروسې او روغتیا په برخو کې جمهوررئیس غني ته له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړ.

نوموړي په افغانستان کې پر اوسني امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي. هغه په ټینګار وویل، هیواد به یې د تروریزم ضد مبارزې او د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.

د چین جمهوررئیس وویل، هیواد به یې له افغانستان سره د کرونا ضد یو میلیون ډوزه واکسین مرستې ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره په ګډو پروژو کار وکړي.

جمهوررئیس غني د چین جمهوررئیس څخه له افغانستان سره د سولې پروسې د ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې د مرستو د ژمنتیا مننه وکړه او د چین رول یې ارزښتناک وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته