کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د هېواد د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړي حسن امين د ټپي کېدو له امله له فوتبال سره مخه ښه وکړه.
ډاکټرانو د افغانستان د فوټبال ملي ټيم لوبغاړي حسن امین ته د ټپي کېدو له امله د فوټبال کولو اجازه ورنه کړه او هغه اړ شو چې د خپلې خوښې لوبې (فوټبال) سره مخه ښه وکړي.
نوموړی څه نا څه درې کاله د مدافع په توګه د هېواد د فوټپال په ملي ټيم کې لوبه کړې.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې له دې پېښې خواشينى شوى دى.
\ ج