سیاست

د هېواد سوداګرو، قومي مشرانو او ځوانانو د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ وکړ

کابل / د وږي ۱۴مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصیت خليل الرحمن حقاني او د دغه کاروان يو شمېر غړیو د هېواد له یوشمېر سوداګرو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د سولې په چارو کې د امارت وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چارو کې د امارت وزارت د معلوماتو له مخې؛ د غونډې په پيل کې د امن کاروان د عامه نظم مسوول قومندان ارسلاخان خروټي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې اوس په هېواد کې سراسري امنیت راغلی دی او د هېچا سر او مال په خطر کې نه دي.
هغه زیاته کړه: موږ له هېچا سره شخصي دښمني نه لرو او خپل ټول پخواني دښمنان مو بښلي دي.
وروسته حاجي ګل مراد عرب د سوداګرو په استازیتوب له افغانستان اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د سوداګرو ستونزې له هغوی سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په غونډه کې د امن کاروان د رهبرۍ شورا غړي مولوي محمد مسلم حقاني په خبرو کې وويل: د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو په ډاګه کړه چې ولس د تېر حکومت له ظلم او فساد څخه په تنګ شوي وو، نو ځکه يې له اسلامي امارت سره مرسته وکړه.
هغه سوداګرو ته د پوره امن ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې په ټولو برخو کې به یې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
همدارنګه مفتي محمود ذاکري وويل: درې څلوېښت کاله وشول چې وطن مو له ستونزو سره مخ و، خو د الله (ج) او د ولس په مرسته به دغو ستونزو ته د پای ټکی ږدو او د يو عادل نظام د ټینګښت لپاره هڅې کوو.
قاري عبدالمتين رحيمزي هم د اسلامي امارت د مجاهدينو د قربانيو يادونه وکړه او ويې ويل چې یادې قربانۍ به په قدر یادې شي او په ګډه به د هېواد د آبادۍ لپاره کار وشي.
هغه زياته کړه چې اشغال پای ته رسېدلی دی او ډېر ژر به يو پياوړی اسلامي حکومت رامنځته شي.
په غونډه کې یوشمېر نورو ګډونوالو هم ويناوې وکړې او له افغانستان اسلامي امارت څخه یې خپل بشپړ ملاټړ اعلان کړ.
د غونډې په پای کې د امن کاروان مشر الحاج خليل الرحمن حقاني وويل چې د تېر حکومت ظلم، فساد او بې عدالتي پای ته ورسېده او ټول ولس په امن کې ژوند کوي.
حقاني زیاته کړه: هېڅوک دې بهر ته د تلو هڅه نه کوي او دلته به ورته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې شي او هر څه به د قرآن عظیم الشان او محمدي احاديثو په رڼا کې ترسره شي.
هغه د سوداګرو د غوښتونو په ځواب کې وويل چې تجارانو ته د اسنتياوو رامنځته کول د نوي اسلامي حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او د دوی ستونزې به له اړوند مسوولينو سره شریکې کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته