خبرونهټولنهروغتیا

د هېواد ورزشکارانو په زلزله کې ټپيانو شویو ته زرګونه سي سي وینه ورکړه

کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر

د المپیک نړیوالې ورځې په مناسبت د هېواد سلګونو ورزشکارانو، چارواکو او د ورزش مسؤولينو د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې په زلزله کې ټپيانو شویو ته 60 رزه سي سي وينه ورکړې ده.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سرپرست محمدالله احساس د ورزشکارانو دغه اقدام ستایلی دی.

احساس ویلي، چې په اوسنيو شرايطو کې چې په جنوب ختیځ ولايتونو کې د زلزلې له امله سلګونو کسانو ځاني او مالي زيان ليدلى، ورزشکاران د ټولنې د با احساسه قشر په توګه د هغوى په غم کې ځان شریک بولي او د ويني په ورکولوسره خپل مسؤليت سرته رسوي.

په ورته وخت کې روغتیا پالان، اړمنو ته د وينې ورکول، يو انساني او اسلامي وجيبه وبلله او زیاتوي چې د وینې ورکول له روغتیايي اړخه هم د روغتیا لپاره ګټه لري.

په ورته وخت کې د المپيک ملي کميټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاينده ویلي چې که ورزشکاران د هېواد لپاره وياړ او مډالونه راوړي؛ خو په بحراني او بېړنیو حالاتو کې چې خلک ورته اړ کېږي له هېوادوالو به خپله وينه هم ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې د المپيک ملي کميټې په تېرو کلونو کې د المپيک نړیواله ورځ په تفريحي او رقابتي پروګرامونو نمانځله؛ خو سږ کال يې په هېواد کې د زلزلې رامنځته کېدو په دليل دغه پروګرام ټپيانو ته د ويني ورکولو لپاره ځانګړى کړ.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته