امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۵۷۲ طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۱۷ مه / باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په ۱۹ ولایتونو کې ۵۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰۹ نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان په ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا، قندهار، هرات، روزګان، هرات، فراه، جوزجان، سرپل، فاریاب، هلمند، نیمروز، تخار، کندز، بدخشان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته