ټولنه

د هېواد په جنوب کې د اوبو کمښت کرنه او د وګړو ژوند اندېښمن کړی

قندهار باختر د چنګاښ ۲۶ مه
د هېواد جنوبي ولایت قندهار د افغانستان په کچه له کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کيږي چې کرنیز محصولات یې د هېواد ترڅنګ په نړۍ کي ښه نوم لري.
سږکال او څو کلونه مخکې د اوبو کمښت نه يوازې کرنه ځپلې، بلکې د وګړو ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.
د بارانونو د کم اورښت له امله سږ کال په ښار او له ښار څخه بهر په ډېرو کورونو کې اوبه وچې شوې دي چې د اوبو دې کمښت د وګړو پر ورځني ژوند هم ډېر اغېز کړی او خلک یې د راتلوونکي لپاره اندېښنه کې کړي دي. د اړوندې برخې دولتي مسوولين هم د اوبو کمښت ته په اندېښنه کې دي.
د ارغنداب د دريايي حوزې او اوبو لګولو سرپرست رېيس وحيدالله کامران وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د باران د کم اورښت له امله د اوبو کچه په سلوکې ۴۸ کمه ده.
دا چې د دغه جنوبي ولایت زیات شمېر وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو اوس مهال د اوبو د کمښت له امله نه يوازې کښتونه وچ شوي بلکې د قندهار انار چې په نړيواله کچه شهرت لري، د اوبو د کمښت له امله یې سږ کال په يو شمېر سيمو کې ونې وچې شوي او ويل کېږي چې حاصلات به یې هم د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم وي.
د دغه ولایت کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره يوازې د دهلې اوبو ته انتظار وي، خو سږ کال د دهلې اوبه هم ډېرې کمې او يوازې د يوې سيمي د کروندګرو بسنه هم نه شي کولای.
دا چې د ښار تر څنګ د اوو ولسواليو ځمکې د دهلې څخه اوبه کېږي، خو کله چې په دهله کې اوبه نه وي، د دغو ولسواليو د کرنیزو محصولاتو کچه  هم ډېره راکمېږي.
د دهلې بند چې بايد اوبه یې پارچاو شوې وای، سږ کال د بارانونو د کمښت له امله دوه سوه ميليونه ملي متره مکعب له اوبو ډک شو، چې په تېرو وختونو کې به د دغه اوبو اندازه ۴۸۸ ميليون متر مکعب وه.
مسوولين يادونه کوي، چې د دهلې بند څلويښت سلنه له رسوباتو ډک دی، چې دا هم د اوبو د ذخيره کولو په برخه کيې لويه ستونزه ده.
د راغنداب د دريايي حوزې او اوبو لګولو سرپرست رېيس وحيد الله کامران وايي، چي قندهار هر کال د باران ۲۰۰ ملي متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، خو سږ کال دغه اندازه يوازې د ۸۰ په شاوخوا کې وه.
د کوچني اختر تر دوهمې ورځې  پورې د دهلې اتيا سلنه اوبه کروندګرو ته د ځمکو د خړوبولو لپاره ورکړل شوې، خو اوس د دهلې په تونل کې يوازې اتيا سلنه اوبه پاتې دي، چي د ارغنداب د انارو د بڼوڼو  لپاره به يوه مياشت بسنه وکړي .
اړوند مسوولين د اوبو د کمښت له  امله  له کروندګرو غوښتنه کوي، چې کم کښت وکړي، ځکه که زيات کښت وکړي او وروسته اوبه ونه لري، نو زيات تاوانونه به یې کروندګرو ته ورسيږي.
د دوی غوښتنه دا هم ده، چې کروندګر دې د دوديزو کښتونو پر ځای په مسلکي ډول کښتونه وکړي، تر څو له يوې خوا ښه حاصلات ورڅخه تر لاسه کړي او له بلې خوا اوبه هم زياتې مصرف نه کړي.
له بلې خوا په ښار او ولسواليو کې وګړي د څښاک د پاکو اوبو په کمېدو سره په اندېښنه کې دي، هغوی يادونه کوي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې کښته کېږي، چې ورسره سم په يو شمېر کورونو کې برمې هم وچې شوې او په راتلوونکې کې تر دې هم زياته وېره احساسېږي.
خلک د اوبو رسولو رياست هم ګرم بولي، چې د کلونو کلونو راهيسې په دې نه دی توانېدلی، چې د ښار وګړو ته پاکې اوبه ورسوي، د دوی په خبره هر څوک خپل سري برمې وهي، چې له امله یې  د بې  ځایه  اوبو د مصرفېدو سربېره اوبه هم ورسره کمې شوي دي.
دوی يادونه کوي، چي د لويې ويالې په شمول د ښار په يو شمېر نورو سيمو کې هم په کورونو کې پاکې اوبه نشته.
د اوبو رسولو رياست وياند محمد فيضي وايي، چې هره ورځ  په ډېرې تېزۍ سره تر ځمکې لاندې اوبه کميږي، له خلکو یې غوښتنه دا ده، چې د اوبو له استعمال سره ډېر پام وکړي.
محمد فيضي نه يوازې د اوبو د بېلونو پر وخت تحويلو غوښتنه کوي، بلکې دا يادونه یې هم وکړه، چې پر دې پروسه کار روان دی، څو ټولو ښاریانو ته د نل پاکې اوبه ورسوي.
ورځ  تربلې تر ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټېټېدل، د کرنیزو ځمکو لپاره خپل سري برمې وهل او په کورونو کې د اوبو سره بې احتياطي کول هغه لاملونه دي، چې په راتلوونکي کې د اوبو د کمېدو په برخه کې ډېرې اندېښنې درلودلای شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته