امنیت

د هېواد په جنوب کې د چاودنومخنيوى

کابلباختر د زمري٢٥مه
د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو د رامنځته کېدو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د قندهار، روزګان، زابل او د هلمند ولايتونو په ګڼ مېشتو لارو کې شل ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ شول.
که څه هم تراوسه پورې د ماين ښخونو مسووليت چا پرغاړه  نه دى اخيستى، خو د هېواد په جنوب کې  پوځي مقامات طالبان د دغه کار عامل بولي.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ مېشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره وخت پکې ملکي وګړي قرباني کېږي.
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته