کابل ، د ثور ۱۷ مه ، باختر
په ننګرهار کې د عبدالله بن مسعود د درېیمې پلې لوا مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې یې د نفرایټ ډبرې او مهماتو په تور دوه تنه نیولي دي.
د عبدالله بن مسعود د درېیمې پلې لوا یوه مسوول د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د ګوشتې ولسوالۍ د خویزو په دامان سیمه کې دوه تنه د ۷۸۰ کیلو ګرامه نفرایټ ډبرې او زرګونو ګولیو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
ن/ر