خبرونهامنیت

د هېواد په ختیځ کې یو تن (۱۷) ميله وسلې (۲) عرادې وسايط او مهمات امارت ته وسپارل

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د بیت المال ځینې وسلې د یادې قول اردو د وسلو راټولولو ځانګړي هئیت ته وسپارلې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د وسلو راټولولو په بهير کې د ملي دفاع وﺯارت له لورې ټاکل شوي هيئت غړي مولوي سعيدالله په هلوځلو د لغمان ولايت قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ سيمې اوسيدونکي زمري بابا چې د فتحې پر مهال يې د بيت المال اړوند (۱۷) ميله بيلا بيل ډوله وسلې (۲) عرادې وسايط، يوه اندازه مهمات او تجهيزات له ځان سره وړي وو، نن د نوموړي هيئت په حضور کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند ګمبيري ګارنیزیون قوماندان مولوي حضرت خبيب ته وسپارل.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم ځینو هېواد والو لسګونه میله وسلې دغه هئیت ته سپارلې دي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته