ټولنه

د هېواد په ختیځ کې ۳۶ بېرته راستنو شویو کورنیو ته کورنه ورکړل شول

مهترلام باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د هېواد په  ختیځ ولایت لغمان  کې  د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت راستنو شويو کورنیو ته  ۳۶ کورونه جوړ او وسپارل شول.
دغه کورونه د لغمان ولایت د ولایتي ادارې په هلوځلو، د ACTED موسسې په تخنیکي او د USAID په مالي مرسته د شیلټر پروګرام په چوکاټ کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیزخان کڅ په ښارګوټي کې ۳۶ راستنو شو کورنیو ته ورکول شول.
د لغمان ولایت والي  محمد اصف ننګ د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،دغه کورونه دوه خونې یو دهیلز او په  نورو  اړینو  ملحقاتو سمبال دي بېرته راستنو شویو کورنیو ته  ورکړل شول.
ننګ زیاته کړه چې؛ ولایتي اداره هڅه کوي څو داخلي بې ځایه شو کورنیو ته نورې ډیرې اسانتیاوې هم  برابرې کړي.
د کډوالو چارو ریېس شاکر وویل چې، په دغه هر کور چې نن راستنو شو کورنیو ته وسپارل شول په جوړیدو یې ۲۵۰۰ امریکایې ډالر لګښت شوی چې مجموعي لګښت یې ۹۰ زره امریکایې ډالره کیږي.
په همدې حال کې د بېرته راستنو شویو کورنیو  استازو د ولایتي ادارې او د یادو موسسو څخه مننه وکړه چې دوې ته یې د ژوند کولو پوره اسانتیا برابره کړه.
د یادونې وړ ده  چې د  هېواد په بېلابېلو  ولایتونو په سلګونه بېرته راستنې شوې کورنۍ په  ډېر بد وضعیت  کې  ژوند  کوي چې نه د سر  د پټولو لپاره چت لري او  نه هم د خوړلو لپاره  غذايي توکي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته