خبرونهټولنه

د هېواد په لوېديځ کې بزګرانو ته له سلما بند څخه اوبه برابرېږي

کابل / د وري ۴ مه / باختر

د هېواد په لویدیځ کې د یوشمېر کروندګرو له شکایتونو وروسته، دغو کروند ګرو ته د سلما بند د اوبو د وېش لپاره هڅې روانې دي.

د هرات والي په یوه غونډه کې  د یادې موضوع په اړه  د یو میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د لویدیځ زون د اوبولګولو لوی رییس، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رییس او د سلما بند ۸ ګونو استازو ګډون کړی و، د یو شمېر رییسانو او کلیوالو شکایتونه واورېدل شول.

د هرات والي له خلکو وغوښتل چې خپل یووالی حفظ کړي او په خپله اندازه اوبه مصرف کړي تر څو د دغه ولایت ټولو بزګرانو ته په عادلانه توګه اوبه ورسېږي.

د یادې غونډې په پای کې د هرات والي شیخ اسلام جار د لارښوونو او د حاضرو غړو د نظریو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه چې اوبه، چشت شریف او پشتون زرغون ولسوالۍ ۲ وروځو لپاره خپل کانالونه او سربندونه بند کړی تر څو وچکالۍ ځپلو ولسوالیو ته اوبه ورسېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته