کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
د بادغیس والي مولوي عبدالصمد “جاوید” او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دغه قول اردو له مرستیال او رئیس مولوي محمد ظریف مظفري سره وکتل.
په دې غونډه کې د بادغیس د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په ځانګړي ډول په نظامي قطعاتو کې د نامطلوبو کسانو د اېستلو او پر ځای یې د مخلصو او ژمنو کسانو د ځای پر ځای کولو موضوع مطرح شوه.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مسوولینو ته په خطاب کې وویل چې د خپلوۍ اړیکې باید نوي کسان صحنې ته را نه وړي، دا د حقیقي مجاهدینو سره خیانت او د هغوی د حقوقو اخیستل دي او د دغه نوي نظام پر بدن یو ګوزار دی، راځئ چې له تېرو څخه عبرت واخلو او نفوذي لارې بندې کړو.
ع