کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د هېواد په نهو ولايتونوکې د پنځلسو ښوونځيو د ودانيو د جوړولوکار بشپړ او د دوو اوونيوپه بهير کې پرانستل شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ښوونځيو دغه ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د هرات په کرخ ، د بلخ په چاربولک اودولت اباد، د کندز په امام صاحب ، د ننګرهار په مومند درې ، د لوګر په بره کي برک اومحمد اغې ، د زابل په شاجوي، د ميدان وردګو د نرخ او د بهسودو د لومړى برخې، د قندهار په سپين بولدک او د فارياب په پشتون کوټ اوبلچراغ ولسواليو کې جوړې شوي دي.
د دغو ښوونځيو د ودانيو په جوړولو سره د پنځه زره نجونو اوهلکانو لپاره په مناسبه فضا کې د زده کړې زمينه برابره شوې ده .
ختم_ج_اکرم