کابل، چنګاښ۳۰مه، باختر
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې د اورښت، تالندې، سېلاونو او لنډ مهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او غزني په ولایتونو کې د چنګاښ د میاشتې په ۳۰ او ۳۱ نېټه د اورښت، تالندې، سېلاونو او لنډمهاله بادونو او دوړو د پېښېدو امکان شته.
د سرچینې په خبره په مختلفو سیمو کې د (۱۰ تر ۳۰) ملي مترو باران اټکل شوی دی، او همدارنګه په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ارزوګان ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو اټکل شوی، چې په مختلفو سیمو کې يې سرعت په یو ساعت کې د (۲۰ تر ۹۰) کیلو مترو ته رسېږي.