خبرونهاقتصادټولنه

د هېواد په ۱۲ برخو کې رادارونه لګول کېږې

کابل / د چنګاښ ۲۶ مه / باختر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د هېواد په ١٢ برخو کې د رادارونو لګول کېدو سره به له صفره تر ۴۵ زرو فوټو پورې فضا کنټرول شي.

د ملکي هوايي چلند له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن له غرمې وړاندې د رادارونو لومړۍ چوپه له فرانسې څخه افغانستان ته راورسېدله.

خبرپاڼه زياتوي د ملکي هوايي چلند ادارې د ۱۱۲ ميلیونو یورو په ارزښت د خپلواکو رادارونو د لګولو تړون له فرانسوي شرکت تالس سره لاسلیک کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان خپلواک رادارونه به د هېواد په ۱۲ برخو کې ولګول شي چې ورسره سم به د افغانستان د فضا کنټرول له صفر ټکي څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته