ټولنه

د هېواد څلور سیمې د خوندي شویو سیمو او ملي پارک په توګه اعلام شوې

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمداشرف غني په مشرۍ، د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه د هیواد د څلورو بېلابېلو سیمو د اسنادو د لاسلیکولو په موخه غونډه نن ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.

د جمهوری ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د کابینې غړو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوي او یو شمېر والیانو ګډون درلود، په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، په تېرو کلونو کې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د چاپيریال د لازمو سروې ګانو له لارې د تخنیکي مطالعاتو په بشپړولو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې مدیریتي پلانونه او د تعیین شویو سیمو د غوره مدیریت په خاطر ساتندویه کمېټې ترتیب او ایجاد کړي دي

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رئیس وویل، دغه اداره همدا راز د ۳۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د څلورو پیشنهادي پروژو پر طرحو کار کوي.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د چاپيریال د اخلاقي قواعدو، تاریخي مخینې، سنتي او طبیعي فرهنګ په اړه خبرې وکړې او وې ویل، د ژوند چاپیریال د طبیعي پانګې په توګه لوړ ارزښت څخه برخمن دی او موږ له پخوا څخه د ژوندچاپیریال فرهنګ درلود، دا کومه نوې پدیده نه ده.

هغه وویل، موږ باید د کوڅو او ناحیو د اوسېدونکو ترمنځ د ژوند چاپيریال د ښه کولو سیالۍ ایجاد کړو او ترڅنګ یې باید هڅه وکړو چې خپل کوچنیان په ښوونځي کې د ژوند چاپیریال له فرهنګ سره اشنا کړو، همدا راز خپل کوچنیان د چاپیریال د انیمیشن فلمونو په جوړولو سره د ژوند چاپیریال له فرهنګ سره زیات بلد کړو.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، په تېر کې مو د غرونو، د سیندونو د څنډو او کرنیزو ځمکو ساتنه کوله، خو متاسفانه چې په وروستیو کلونو کې د استوګنې پر ځایونو بدل شوي دي.

جمهورررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، د ژوند چاپیریال په اړه باید د دې خاورې تېر ته وګورو چې زر کاله مخکې د ژوند کولو چاپیریال له اړخه څه ډول وو.

هغه پر دې په ټینګار سره چې باید د افغانستان د ژوند چاپیریال، اوبو او ارزښتمنو پانګو ته ځانګړې پاملرنه وشي وویل، موږ د اوبو د مدیریت په برخه کې کافي تجربه لرو او د ژوند چاپیریال ته پاملرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه یوه ده.

جمهوررئیس د چاپیریال ساتني ملي اداري رئیس او رهبري پلاوي ته لارښوونه وکړه چې له علماو، والیانو او ولسوالانو سره همغږي شي، ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په هره ولسوالۍ کې د پارکونو په ایجادولو سره غوره د ژوند چاپیریال ولرو.

د هیواد جمهوررئیس د ژوند چاپیریال پر ساتنې زیات ټینګار وکړ وې ویل، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوی دې د چاپیریال ساتنې په برخه کې لازیات حرکت وکړي.

د یادې غونډې په پای کې، د چاپیریال ساتني ملي اداري رئیس شاه زما میوندي د ملي پارک او نویو خوندي شویو څلورو سیمو اسناد چې د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ پکې شاملې دي، د جمهوررئیس غني په حضور کې لاسلیک کړل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته