سیاست

د بهرنيو چارو وزارت نوى معين معرفي شو

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
د بهرنيو چارو وزارت نوى مالي او اداري معين نصير احمد انديشه پرون ددغه وزارت کارکوونکو ته وپيژندل شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د لوى څارنوالۍ د سرپرست ، د ملي شورا د دواړو مجلسو د ځينو غړو او د يو شمېر وزارتونو د معينانو او مقاماتو په ګډون په دغه وزارت کې جوړه شوې وه؛ د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل: نصير احمد انديشه ځوانو افغان ديپلوماتانو ته يوه ښه الګو ده. که چيرې په پروګرام او هدف سره حرکت وکړي؛ د پرمختګ ښه فرصتونه ده ته سترګې پرلاره دي. که چيرې تاسې په خپلو ځواکمنيو باور ولرئ؛ او هغه په ښه توګه مديرت وکړئ؛ هيڅوک ستاسې دپرمختګ مخه نه شي نيولاى.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: د بهرنيو چارو وزارت په اوسني مشرتابه کې د افغانستان د ملي ګټو او د سترو هدفونو د تعقيبولو لپاره د ډله ييز کار په خاطر په جدي توګه اراده او ځواکمني شته.
وروسته د بهرنيو چارو وزارت پخواني مالي او اداري معين عتيق الله عاطفمل چې په ماليزيا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفير په توګه ټاکل شوى دى او د دغه وزارت نوي مالي او اداري معين نصير احمد انديشه خبرې وکړې او دوى ته د نويو مسوليتونو په سپارلوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د مشرتابه د باور له امله د مننې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت او خلکو ته د صادقانه خدمت لپاره يې ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته