ټولنه

د واورې اورښت په باميانو کې لوې لارې د ترافيکو پرمخ وتړلې

کابل/ د مرغومي ١٣ مه / باختر:
په بامیانو کې د سختې واورې د اورېدو له امله یو شمېر لویې لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شوې.
د راپورونو له مخې، پرون د بامیانو په ځینو سیمو کې د واورې اورښت زور واخیست چې په پايله کې د شالق غاښى چې بامیان له دایکندي اوغورسره نښلوي، د سوداګریزو اومسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شو.
له بلې خوا ويل شوي چې دغې واورې د پنجاب- ابقول او ورس- باميانود بند شوى پل لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړلې دي.
د باميانو د فوايد عامې رياست يوې سرچينې باخترآژانس ته وويل؛ د دوى کارکوونکي د خپلو وسايلو او دستګاو په استفادې سره د لويو لارو په پاکولو بوخت دي ترڅو دغه لویې لارې د سوداګريزو او مسافر وړونکو کاروانونو پرمخ پرانيزي.
هغه له سوداګریزو اومسافروړونکو موټرچلوونکو څخه وغوښتل چې د دغو لارو تر بیا پرانیستلو پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
بامیان یو له واورو پوښل شوی ولایتونو څخه دی.
په دغه ولايت کې د واورې اورښت تل د لویو لارو د بنديدو سبب کېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته