خبرونهورزش

 د ورکشاپ چاه اب ټيم د کمال خان بند د فوټسال د جام اتل شو

-کابل /  دوري  ٢مه /باختر

د ورکشاپ چاه اب ټيم د داودزي پرټيم په برياليتوب سره د کمال خان بند د فوټسال د جام اتل شو.

دغه سيالۍ د څلورو ټيمونوترمنځ د کمال خان بند د پرانستلوپه هرکلى په کابل کې ترسره شوې .

د دغو سياليو په پايلوبه کې د ورکشاپ چاه اب ټيم د يوې ښکلې لوبې  په ترسره کولو سره خپل سيال  داود زي ټيم ته ماتې ورکړه اود اتلوالۍ جام يې وګاټه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د فوټسال د کمېټې مسوول محمد صافي باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ په نيمروز کې  د کمال خان بند د پرانستلوپه هرکلى  ترسره شوې.

ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته