٣ -کابلباختر دليندى ٢٥ مـــــــــــــــــــــــــــه
دلو ګر ولايت په مر بوطاتو کې دامنيتي مرکزو نو اود ايتلاف دځواکونو په ګډو عمليا تو کې نن سهار د طالبانو دډلې يو سيمه ييز قو ما ندان ووژل شو
دباختر اطلاعا تي ا ژانس د هغې خبر پاڼې له خو لې چې د ايساف ځواکو نو دمطبو عا تي دفتر له خوا خپره شوې ده خبر را کړ دغه عمليات ددغه ولايت د بره کې برک ولسوالۍ په مر بوطاتو کې تر سره شوى و چې له ا مله يې دطالبانو دډلې يو سيمه ييز قو ما ندان چې په دغو سا حو کې د افغان او نړيوالو ځوا کو نو پرخلاف په ورانکارو او ترورستې فعاليتو نو کې لاس درلود ووژل شو
ديو بل خبر له مخې د هلمند ولايت دنهر سراج ولسوالۍ په مر بو طاتو کې نن د امنيتي مرکزونو اود ايتلاف دځوا کو نو دګډو عمليا تو په بهير کې دطالبانو دډلې يو قو ما ندان ونيول شو
نيول شوى سړى د هلمند او کند هار په ولايتو نو کې د وسله والو طالبانو دډلې د وسلو او مهما تو اود چاوديدونکو تو کو د برا برولو او تدارکا تو مسوول و .
په خپر پاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عمليا تو کې يو شمير مشکوک کسان هم له وسله والو مخالفينو سره د همکاري په تور نيول شوي دي