امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو کليدي قوماندان ووژل شو

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو کليدي قوماندان تېره شپه د زابل ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د زابل ولايت د اټغر ولسوالۍ په لويه لاره کې د اتل  په نامه  محاربوي  عمليات ترسره شول چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې يو کليدي قوماندان ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول، يوه زيکو يو وسله ويجاړه شوه او د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او شند کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته