خبرونهامنیت

د وسله وال پوځ لوی درستیز سرپل ته سفر وکړ

 کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د یو جګپوړي پوځي هیئت په مشرۍ سرپل ته سفر وکړ.

د باختر آژانس د سمیه ییز خبریال د خبر له مخې، په دې سفر کې د هېواد د وسله وال پوځ له لوی درستیز سره د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان او د شمال د ۲۰۹ الفت قول اردو درستیزوال ملګري دي.

قاري فصیح الدین فطرت سرپل ته د خپل سفر موخه د امنیتي ستونزو څېړنه او په دغه ولایت کې له میشتو قطعاتو او جزتامونو کتنه وبلله.

نوموړي په دغه ولایت کې د میشتو ځواکونو فعالیتونه وستایل، او د سرپل د خلکو د ښه امنیت د تامینولو په خاطر یې امنیتي مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته