امنیت

د وسلو دوه قاچاق وړونکي په کندز کې ونیول شول

کابل / د سلواغی / ۲۰ / باختر
د کندزامنیتي منسوبینو په دغه ولایت کې د وسلو دوه قاچاق وړونکي له جنګي وسایلو سره ونیول.
د کندز امنیې قوماندان ملا عزیزالله عمر د باخترآژانس سیمه یزخبریال ته وویل: امنیتي ځواکونو د وسلو دوه قاچاق وړونکي چې ۱۱ میله وسلې یې په یوه کرولا کې په ډېر مهارت ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې یادې وسلې له تخارڅخه کابل ته ولېږدوي، چې د کندز د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ونیول شول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د څرګندونوله مخې، له نیول شویو کسانوڅخه ۱۱ میله ام ۱۶ وسلې ترلاسه شوې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته