سیاست

د ولسي جرګې د اصلاح غوښتونکو ډلې له حامدکرزي سره په کتنه کې په ملي یووالي باندې ټینګار وکړ

١-کابلباختردمرغوي ٢٩ مـــــــــــــه

د ولسي جرګې  د اصلاح غوښتونکو ډلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره  په کتنه کې  په هېواد کې د ملي یووالي په ټینګښت باندې ټینګار وکړ.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد په عمومي حالاتو باندې خبرې وشوې او د اصلاح غوښتونکو ډلې د خپلو هدفونو د بیانولو په ترڅ کې وویل چې د دغې ډلې موخه د نظام ټینګښت او د درې ګونو قواوو ترمنځ د سالمو کاري اړیکو رامنځته کول دی.

دوی په دې کتنه کې له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې  سرپرست وزیران دې د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د هېواد جمهوررئیس  د اصلاح غوښتونکو ډلې ته ډاډ ورکړ چې د ولسـي جرګې د نوې کاري دورې له پیل کیدو سره سم به د کابینې د پاتې غړو لیست ولسي جرګې ته واستول شي.

حامدکرزي په دغه کتنه کې په هېواد کې  روانو سیاسي مسلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان حکومت د وسله والو مخالفینو لپاره په قطرکې د دفتر له پرانیستلو سره له دې امله  موافقه وکړه  چې په افغانستان کې ژر ترژره سوله ټینګه شي ځکه د افغانستان خلک تر هرڅه وړاندې سولې ته ډیره اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته