کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د يوناما دفتر د مرکزي زون مسوولې مېرمن ايوا شيتکوسکا پرون د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولوي کريم الله وثيق سره وکتل.
په دې کتنه کې د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د اطلاعاتو د راټولولو او د راډيو ټلويزيون له لارې د هغو خپرول، د رسنيو د خپرونو څارنه او د خبريالانو د قانوني فعاليتونو د ملاتړ، فرهنګ، ګرځندوى او د تفريحي ساحو او د سيلانيانو د کتنې په برخو کې د يوناما د مرکزي زون مسوولې ته معلومات ورکړل.
په دې کتنه د يوناما دفتر د مرکزي زون مسوولې د کاپيسا خلکو د ستونزو په لرې کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په دغه ولايت کې د يوناما دفتر د مسوولينو او کارکوونکو د هلو ځلو او فعال شتون له امله مننه وکړه او په افغانستان کې د يوناما له مسوولينو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو اقتصادي او ټولنيز حالت چې ٤٠ کلنې جګړې د دغه هېواد ټول بنسټونه له منځه وړي د دغه سازمان د زياتې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
\ذ