اقتصاد

په افغانستان کې دبريښنا دتوليد په برخه کې دامريکا پانګونه .

ابوظبي  باختر د ليندى پنځه ويشتمه :
  دامريکا دنړيوالې پرمختيا اداره دافغانستان په شمال کې دشبرغان  دګازو داکتشاف او راايستلو لپاره  د ١٢٥ مليونو ډالرو په لګښت يوه پروژه تمويلوي چې هدف يې دګازو دڅاګانو کيندل اوبيا رغاونه او له ګازو څخه دبريښنا انرژۍ توليدول دي .
دامريکا  دنړيوالې  پرمختيا اداره  د عربي اماراتوپه اوبوظبي  کې دبريښنا په انرژۍ دافغانستان دګازو دبدلولو  دلومړني غونډې کوربه و .
دغه غونډه دافغانستان دکانونواوپطروليم  وزارت په همغږۍ جوړه شوې وه  . دامريکا  پرمختيايي ادارې دامريکا دسوداګرۍ  وزارت او اسيا دپرمختيا بانګ دغه غونډه دافغانستان په شمال  او په تيره بيا دګازو دچاڼولو  او دانرژۍ دتوليد په خاطر دطبيعي ګازو  دبنسټونو دپرمختيا دنړيوالې خصوصي سکتور دپانګې اچونې  او علاقمندۍ  د جذبولو دودې  په مقصد جوړه کړه .
په هغې خبرپاڼه کې چې دامريکا دپرمختيايي ادارې له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي چې دکانونو اوپطروليم  له وزارت  څخه شفيق الله شهراني اودافغانستان دبريښنا شرکت تجارتي رييس  ميرويس عالمي هغه جګپوړي  مقامات و چې په دې غونډه کې يې  ګډون کړي و  خو د افغانستان دکانونو او پطروليم  وزارت وياند رفيع صديقي دويچه وله  ته وويل چې له افغانستان  څخه په دې غونډه کې چا ګډون  نه  و کړى .
په دې کنفرانس کې  هلې ځلې  شوې دي چې دافغانستان دګازو لپاره بازار وموندل شي او ګازوته دخلکو داړتيا  زمينې  د زيرمو تګافو او له هغه څخه داستفادې او مارکيټ څرنګوالي دغونډې داجندا يوه برخه وه خو دځينو دليلونو له مخې افغانستان په دغه کنفرانس کې ګډون  نه وکړى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته