اقتصاد

د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې ناسته وکړه

کابل باختر دزمري  يوولسمه
د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې خپله ناسته نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس په مشرۍ وکړه او په بېلابېلو مسایلو یې بحث وکړ.
داجراييه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د بروکسل ناستې ته د افغان حکومت له لوري پر وړاندې کېدونکي سند ( د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چارچوب ) باندې بحث وشو. په دې سند کې چې د مالیې وزارت له لوري چمتو شوی، د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې، پر ځان بسیاینې او رفاه لپاره د افغانستان لومړیتونه، ژمنې او وړاندیزونه ځای پر ځای شوي، چې د بروکسل سرمشریزې ته به وړاندې شي.
د ناستې یوشمېر برخه والو د دې سند د ښه چمتو کېدا لپاره خپل پشنهادونه وړاندې کړل او له مالیې وزارته یې وغوښتل، چې د دې ملي سند ژبه، ادبیات سم، شمېرې او ارقام یې کره او د ټولو ادارو وړاندیزونه په کې ځای کړي.
اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله الله وویل، د بروکسل ناستې ته باید یو جامع او هر اړخیز سند وړاندې شي، څو د نړیوالو قناعت حاصل او له افغانستان سره مرستې ته چمتو شي.
هغه وویل: په دې سند کې باید د کډوالو، له نشه يي توکیو سره د مبارزې، په هېواد کې د بهرنیو پانګه والو د پانګونې، چاپېریال ساتنې، ترانسپورتي سیستم د ښه والې او نور مسایل هم ځای او دا سند ښه غني شي.
د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې د دې ناستې د اجنډا بله برخه، په کابل کې د فاروق اعظم د سون توکیو د تولیدي شرکت په وړاندیزونو بحث وشو. اجرائیه رئیس د دې شرکت وړاندیزونه مناسب ونه بلل او یوه پلاوي ته یې دنده وسپارله، چې د همکارۍ په فضا کې دې د دې شرکت چارې وارزوي، که د هېواد په ګټه وي، ورته دې د فعالیت اجازه ورکړى شي.
په دې پسې په کابل کې د جمعه محمدي د صنعتي پارک له دویم فاز نه د ورغلي هیئت رپوټ جلسې ته وړاندې شو، چې ټولو ومانه. د غونډې په پآی کې د کرنې او اوبولګولو وزیر له اجرائیه رئیس نه وغوښتل، چې د کابل په بګراميو سیمه کې د چرګانو په فارم کې شته امنیتي پوستې ستونزې را ایجاد کړي چې باید له سیمې ووځي. اجرائیه رئیس دکورنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړ، چې ډير ژر دغه پوسته له یادې سیمې وباسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته