اقتصاد

د ٣٥٠ مليونو ډالرو په ارزښت دوړيا مرستې موافقه ليک لاسليک شو .

کابل باختر د زمري اتمه :
  دماليې وزارت سرپرست  او په زيربنايي  چارو کې دجمهوري رياست ستر سلاکار محمد همايون  قيومي او دافغانستان لپاره دنړيوال بانک رييس   شوبهم چوهدري  نن داصلاحاتو له بهير سره دملاتړ په موخه د ٣٥٠  مليونو ډالرو په ارزښت  دوړيا مرستې موافقه ليک  لاسليک کړ .،
دباختراژانس  دخبرله مخې ،  دغه اصلاحات داسې طرحه شوې دي چې کړنې او دخدمتونو دوړاندې کولو څرنګوالي ، ددولت په واسطه ښه والي ومومي او اغيزمتوب  يې ښه شي .
دماليې وزارت  سرپرست ډاکتر محمد همايون قيومي ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو په اړوند وويل  دنړيوال   بانک ددغې مرستې موخه دسولې او دافغانستان دانکشاف   له ملي چوکاټ  سره  په همغږى کې  له اصلاحاتو سره  ملاتړ دى چې دغه مرستې  د ستر اقتصاد دپراختيا  دخصوصي   برخې د پانګونې دملاتړ ، اقتصادي ودې  ، دبې وزلي  دکچې دکمښت اودعامه مالي مديريت  دښه والي لپاره  دمناسبې فضا  برابرول دي .
  ده دافغانستان   دبيا  جوړولو له صندوق سره  دنړيوال بانک  او د بين المللي تمويلوونکو دهمکاريو له امله  د زړه له کومې مننه وکړه  او  دافغانستان  داقتصادي ودې  په لاره کې  په بېلابېلو برخو کې  دخپلو همکاريو  ددوام غوښتنه وکړه .
  ددغه پروګرام موخه  دستر اقتصاد او دخصوصي سکتور  له پانګونې  ، اقتصادي ودې  ، دبې وزلي دکچې دکمښت  اودعامه مالي مديريت  دښه والي  په مقصد  داساسي  او هراړخيزو اصلاحاتو دپاليسۍ  دتدوين  او  تطبيق  لپاره  د ژوندانه دچاپيريال  دشرايطو  دساتنې په خاطر ددولت  دهڅو له دوام سره  دملاتړ په مقصد  داړتيا وړ  مالي مدرک  برابرول دي .
  دغه راز دعامه پانګونې لپاره  دعامه  او خصوصي برخې  او دمشورې ورکولو  دمشارکت  له پروژې سره  دملاتړ په مقصد  د  پنځوس مليونو ډالرو وړيا مرسته  چې موخه يې  دعامه اوخصوصي سکتور  دپروژو  دطرحې او ډيزاين په مقصد  دمالي سرچينو  تامينول دي  بيل کړى شوي دي . 
  له دغو ټولو  وړيا مرستو څخه  شل مليونه ډالره يې   دنړيوال بانک دګروپ دبين المللي انکشاف دادارې له خوا او ديرش  مليونه ډالره نور يې دافغانستان  دبيا جوړولو  دصندوق له خوا برابريږي .
   دغه موافقه ليک  د  هارتوګ  شفر په شتون  چې په دې وروستيو وختو کې  داسيا دجنوب دحوزې لپاره  دنړيوال بانک دمرستيال په توګه  ټاکل شوى دى . لاسليک شو .
   هارتوګ شفر چې اوس  دافغانستان په سفر بوخت دى او ټاکل شوې ده له دولتي مقاماتو او له نړيوالو  شريکانو سره  داصلاحاتو د  بهير او دانکشافي پروګرامونو دتطبيق دڅرنګوالي  دموضوعګانو په باب خبرې وکړې .
  دعامه پانګونې لپاره  دعامه او خصوصي برخې دمشارکت او دمشورې ورکولو  دپروژې په باب  دنظر دڅرګندولو په وخت کې  ،  دافغانستان دجنوب لپاره دنړيوال بانک مرستيال  هارتوګ  شفر   وويل  له شک پرته  دغه پروژې  دافغانستان دانکشاف  اوبيا رغاونې په لاره کې  داوسنيو مالي  سرچينو  دزياتولو  په لاره کې يو اقدام دى .
  دغه پروژه  دخصوصي پانګونې  دسمون او د سترو پانګونو  په توګه  له هغې څخه  داستفادې له لارې  ، کولاى شي  دافغانستان  دانکشافي  لومړيتوبونوڅخه دملاتړ په مقصد ډير مهم  رول او ديادونې وړ  پرمختګونه ولري .
  دغه مشارکت  نه يواځې دافغانستان ددولت لپاره بلکې  له خصوصي برخې  او په  کلي توګه دافغانستان له ټولو خلکو سره  مرسته کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته