فرهنګ

د ټولنیز عدالت په تامینولو کې د ځوانانو د نقش په تړاو غونډه جوړه شوه

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د ټولنیز عدالت د تامینولو او د یوبل منلو فرهنګ په ترویج کې د ځوانانو د نقش تر نامه لاندې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دا غونډه د ځوانانو چارو معینیت د کلتوري چارو او رضاکارو ځوانانو ریاست د (نجم) بنسټ په همکارۍ جوړه کړې وه او پکې د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم، د ملي پوهنتون ريیس شیخ القرآن احمدالله صافی، د ځوانانو چارو معینیت اړوندو ريیسانو، استادانو او (نجم) بنسټ یوشمېر غړیو او ځوانانو ګډون لاره.
د غونډې په پیل کې د ځوانانو چارو معینیت د کلتوري چارو آمر خدابخش مرادي د دغه آمریت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د ملي پوهنتون رییس شیخ القرآن احمدالله صافي د قرآن او احادیثو په رڼا کې د ټولنیز عدالت په اړه معلومات ورکړل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له خپل اسلامي نظام سره دې همکاري وکړي.
په همدې حال کې مولوي احسان الله احسان د احادیثو پر بنسټ ارزښتناکې خبرې وکړې او ځوانان یې یووالي او پیوستون ته راوبلل.
همدارنګه په دې غونډه کې د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې هېواد با شعوره ځوانانو ته اړتیا لري او پر هغوی یې غږ وکړ چې د هېواد د ځوانانو د وضعیت د ښه والي لپاره دې خپلې سالمې طرحې او وړاندیزونه د ځوانانو چارو له معینیت سره شریک کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته