امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندې نهه ويشتمه :
په قندهار  ولايت کې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردومطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه عمليات تيره شپه د ملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار ولايت دژيړي او شاه ولي کوټ دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل ،دغه عمليات  د طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دژيړي او شاه ولي کوټ  دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغو عملياتوپه بهيرکې  دوسله والو طالبانو دډلې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته