سیاستخبرونهTOP

‏د ټولو ستونزو د هواري یوازینۍ لاره د خبرو اترو په دوام کې نغښتې ده

کابل ، د ثور ۱۸ مه ، باختر
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نيکلاسن، د بهرنيو چارو له سرپرست وزير، مولوي اميرخان متقي سره وکتل.
‏ په دې کتنه کې ښاغلي نيکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل. هغه ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې” کې نغښتې ده.
‏په همدې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پيښيږي. نوموړي همدا رنګه د سرتاسري امنيت، د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره د پرېکنده هوډ د موجوديت او نورو پام وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
‏په کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ چې د خلکو د ژوند د ښه والي لامل شي.‌
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته