خبرونهاقتصادټولنه

د ټولګټو وزارت: هېڅ بار وړونکی موټر حق نه لري چې له ټاکل شوي وزن ډیر بار یوسي

 کابل، غبرګولي۱۰مه، باختر

تر هغه وروسته چې د کابل – ګردیز پر لویې لارې  د باروړنکو موټرو له لورې د ډیر وزن د لېږد له کبله د یادې لويې لارې د زیانمندو په اړه راپورونه خپاره شول، د ټولګټو وزارت خبرداری ورکړ چې هېڅ باروړنکی موټر د یاد وزارت له لورې تر ټاکل شوي وزن د ډیر بار د وړلو حق نه لري.

د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح باختر اژانس ته وویل چې د ټول هېواد په کچه پر لویو لارو د باروړنکو موټرو لپاره د وزن د اندازې مقرره د تطبیق وړ ده او هیچا ته به تر ټاکل شوې اندازې د زیات بار وړلو اجازه ور نه کړي.

نوموړي د کابل- ګردیز د لويي لارې په هکله وویل چې د دغې لارې د باروړونکو موټرو د کنټرول لپاره اوسمهال په پکتیا کې د لوړ تناژ تله فعاله ده او ډیر ژر به په غزني کې هم د لوړ تناژ یوه تله فعاله کړي، چې د ګردیز پر لویې لارې د تلونکو بارونو د کنټرول په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

مصباح همدارنګه وویل چې یو شمیر باروړنکي موټر يې د کابل- ګردیز پر لویې لارې تر ټاکلي وزن د ډیر بار د وړلو له کبله توقیف کړي هم دي.

تر دې وړاندې د زرمت د ځوانانو د ټولنې غړو او د پکتیا ولایت یو شمیر اوسېدونکو باختر اژانس ته شکایت کړی و چې هغه باروړنکي موټر چې پاکستان ته د کابل- ګردیز پر لویې لارې د ډبرو سکاره لېږدوي، د ډیر وزن له کبله يې یادې لارې ته سخت زیان اړولی او کندې يې په کې جوړې کړې دي.

دوی همدارنګه خبرداری ورکړی و چې که دغه ستونزه ژر او پر وخت حل نه شي؛ نو لرې نه ده چې د کابل- ګردیز لویه لاره به د جرونو او کندو له کبله سخته زیانمنه او تګ راتګ به پرې ستونزمن شي.

په همدې حال د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړه چې د پنځو نورو اړونده وزارتونو سره په ګډه يې د بار وړنکو موټرو د وزن په تړاو تازه طرحه جوړه او د تائید لپاره یې د وزیرانو شورا ته استولې ده چې تر تصویب وروسته به ډیر ژر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ټولګټو وزارت د اړونده ریاستونو له لورې تطبیق او د اوسنۍ طرحې ځای به ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ماليې وزات په یوه خبرپاڼه کې هغه باروړنکو موټرو ته چې د ډبرو سکاره لېږدوي خبر ورکړی و چې له دې وروسته د تورخم له لارې تګ راتګ نه شي کولی او خپل انتقالات به د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو له  لارې تر سره کوي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته