ټولنه

د پاسپورت د ادارې رييس: سبا به د هېواد په نورو لسو ولايتونو کې د پاسپورټونو د ويش بهير پيل شي

کابل/ د ليندۍ٣مه / باختر:
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست سرپرست مولوي عالم ګل حقاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه به سرله سبا دهېواد په لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې خبري غونډه کې د پاسپورټ رييس وويل، چې سبا به په پروان، کاپيسا، لوګر، ميدان وردګو، غزني، دایکنډي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
هغه زياته کړه، د پاسپورټ رياست په يادو ولايتونو کې خپلو مديرانو او کارکوونکو ته لارښوونه کړې، چې سبا د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړي.
هغه زياته کړه چې د پاسپورت رياست په يادو ولايتونو کې خپلو مديرانو او کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چې سرله سبا د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړي.
حقاني وويل، له دې وروسته هرڅوک بايد خپلو ولايتونو ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ولاړ شي او که چيرې دهغوى په ولايتونو کې د پاسپورټ اداره فعاله نه وي، ګاونډيو ولايتونو ته دې لاړ شي او له دې وروسته په مرکز کې هغوى ته پاسپورټونه نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې مخکې یې آنلاین فورمې ډکې کړي او هغو ناروغانو ته چې په کور دننه یې درملنه نه کېږي.
حقاني زياته کړه، چې په کابل کې د پاسپورټ دفتر اوسمهال د تخنيکي ستونزو او د معلوماتو د حافظې د ډکېدو له امله فعاليت نه کوي او د دغې ستونزې د اورولو او د بيا فعاليت په خاطر هلې ځلې دوام لري.
هغه وويل، چې د پاسپورټ رياست د پاسپورت د کتابچې د کمښت ستونزه نه لري، اوس په دې اداره کې ٩٠٠ زره د پاسپورټ کتابچې شتون لري چې شپږ سوه زره يې چاپ شوي او يو ميليون نور پاسپورټونه چاپېږي.
د پاسپورت رياست سرپرست ټینګار وکړ، هغه بهرني اتباع چې په افغانستان کې دي او د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، کولای شي د ويزې د تمديد په خاطر د پاسپورت رياست د بهرنيو اتباعو مديريت ته ورشي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې د پاسپورټ رياست ته د نويو وسايلو او تجهيزاتو په رسېدو او د تخنيکي ستونزو په لرې کولو سره به په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهير بېرته پيل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته