خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو بل پړاو پيليږي

کابل، د غبرګولي١١ مه، باختر

ټاکل شوې ده د پاکستاني طالبانو د تحریک او د دغه هېواد د حکومت تر منځ د خبرو اترو بل پړاو په افغانستان کې پيل شي.

پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى، چې د دغه هېواد د پخواني سناتور مولانا صالح شاه په مشرۍ د پاکستان ٥٠ کسيز پلاوى به د چهارشنبې ورځ افغانستان ته  را ورسېږي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى، چې دې پلاوي په ترکيب کې د شمالي وزيرستان، اورکزي، کرمه، خيبر، مهمند، باجوړ او د ملکنډ قبايلي مشران شامل دي.

د افغانستان د حکومت رسمي خبرځايونو تراوسه په  دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو مخکې له دې اسلامي امارت څوځلي د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د خبرو کوربه توب کړى، چې  د دواړو لورو ترمنځ د لنډ مهاله اوربند سبب شوى دى.

پاکستاني رسنيو ويلي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه هېواد له حکومت سره د خپلو خبرو په نوي پړاو کې به په خيبرپښتونخوا ايالت کې د شريعت د ټينګښت او خپلو کورونو ته د دغه تحريک د غړو ستنيدو او خونديتوب غوښتنه وشي.

د پاکستاني طالبانو د تحريک او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې په افغانستان کې پيلېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د خبرو له لارې د دواړو لورو ترمنځ  د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو غوښتنه کړې ده.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته