کابل، د زمري٣مه، باختر
د پاکستان یو مشهور دیني عالم د تحریک طالبان پاکستان او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د خبرو د بهیر چټکولو لپاره کابل ته راځي.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله خبر ورکړی؛ د پاکستان له سترو دیني عالمانو څخه یو مفتي تقي عثماني به نن دوشنبه د دیني عالمانو د اته کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
کابل ته د مفتي تقي عثماني سفر له دوه ځلي ځنډېدو وروسته کېږي، نوموړی به په افغانستان کې د پاتې کېدو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان له استازو سره مخامخ لیده کاته ولري.
که څه هم اسلامي امارت د دغه مشهور پاکستاني عالم د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې په اسلامي امارت پورې تړلو سرچینو تایید کړې وه، چې دوی د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ په خبرو کې د منځګړي په توګه عمل کوي.
\ ذ