سیاستTOP

د پاکستان سفير: پاکستان به هېڅکله افغانان يوازې پرې نږدي

کابل / د تلې ۲۴مه / باختر
له افغانستان اسلامي امارت سره د پاکستان د خوراکي او ژمنيو توکو ۱۶ لارۍ مرسته کابل ته راورسېده.
دغه مرستې تېرماښام په کابل کې د پاکستان سفير منصوراحمد خان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني ته وسپارلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني له پاکستان او هغو هېوادونو څخه مننه وکړه چې په دغو حساسو شرایطو کې يې له افغانانو سره مرسته کوي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست زياته کړه چې امريکا او نړيوالې ټولنې له فساد، وحشت او ګډوډيو ډک ۲۰ کلن حکومت سره مرستې وکړې او اوس چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت او ثبات ټینګ شوی دی، نړيواله ټولنه بايد په دغو حساسو او سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
دغه راز د پاکستان سفير منصور احمد خان وويل چې پاکستان، د افغانستان مسلمان د شريک مذهب او ګډ کلتور ګاونډی هېواد دی او هېڅکله به افغانان يوازې پرې نږدي.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې په بشري مرستو سربېره، له افغانانو سره هر ډول همکاريو ته چمتو دی.
د پاکستان سفير په تورخم او وېش سربېره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو تړل شویو دروازو د پرانيستلو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ډېر ژر به ټولې دروازې د سند لرونکو افغانانو پرمخ پرانيستل شي او هغه ناروغان چې سندونه ونلري، د اړتيا له مخې به هغوی ته هم پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته