کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د پروان ، کاپيسا اود پنجشير خبريالانو د رپوټ او خبر ليکنې له زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د دغو تصديق ليکونود ويشلو په مراسموکې چې د پروان د اطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې پرځاى شوى و، د پروان والي فضل الدين عيار د خبريالانو او ژورناليستانو د مسووليتونو اومکلفيتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې خبريالان او ژورناليستان مسووليت لري چې د ټولنې حقيقتونه بيان کړي او د عامه ذهنونو د روښانه کولو په خاطر هلې ځلې وکړي.
د پروان والي د اطلاع رسونې اود ټولنې د پوهاوي په لاره کې د خبريالانو هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه نن خبريالان هم د امنيتي ځواکونوترڅنګ د جګړې په لومړى ليکه کې دي اوقرباني ورکوي او حکومت اوخلک دغه هلې ځلې ستايي .
وروسته د پروان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحيمي د دغه پروګرام د جوړولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د دغه رياست په همکارى د پروان، کاپيسا اوپنجشير ولايتونو د خبريالانو د ظرفيتونود لوړولو په خاطر د تحقيقي رپوټ اوخبرليکنې تر عنوان لاندې درې ورځنۍ روزنيز پروګرام جوړ کړى و چې د دغو ولايتونو ٤٠ تنو خبريالانو پکې ګډون کړي و .
ختم_ ج_اکرم