خبرونهټولنه

د پروان تتم درې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی مومي

کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر
د پروان مرکز په تتم درې کلي کې د څښاک اوبو د یوې څاه کيندلو کار پرون پيل شو.
د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادريس انوري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د پاکو اوبو د څاګانو کيندل او کور په کور غځول یې د خلکو لپاره ډېر اړين وبلل او له هغوى يې وغوښتل، چې په ساتنه کې يې جدي هڅې وکړي.
د پروان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق وويل چې دغه څاه ١٧٠ متره ژوروالی او ١٢ انچه قطر، د اوبو د زېرمه کولو يوه خونه د ١٠ مترو مکعب په ظرفيت سره، ۲۰ تختې سولر او د څاه احاطوي دېوال لري.
هغه وویل، د څښاک اوبو دغه څاه د یونیسف دفتر په مالي مرسته او د داکار موسسې له لوري په تتم درې کلي کې څه د پاسه ۴ میلیونو افغانیو په لګښت کېندل کېږي.
هغه وویل، چې یادې څاه په کېندلو سره ۵۹ کورنۍ، جومات او نورې سیمې ترې ګتې اخلي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته