کابل، د غوايي١٧مه، باختر
د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د څښاک د اوبو رسولو له شبکو څخه څارنه وشوه.
د پروان د کليو د بيا رغاوني او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبريال ته وويل چې نن يې د دغې ادارې د مسوولينو په شتون د سالنګ ولسوالۍ د سرتيکچې د کلي د څښاک د اوبو رسولو له شبکې، د سالنګ د اوبو د زيرمې ، د دغې شبکې د استنادي ديوالونو او هغه سيمې چې د سېلاوونو په تګلوري کې له خطر سره مخ دي څارنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د پروان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د يونيسف دفتر په همغږۍ د سياه ګرد او شينوارو ولسواليو د سېلاو ځپلو سيمو څخه هم ليدنه وکړه.
د هغه په وينا، په دغو سېلاوونو کې د اوبو څه د پاسه ٣٠ کانالونه ويجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروان په ځينو سيمو کې تېره اوونۍ د سختو اورښتونو اوسېلاوونو له امله په لسګونه کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې او د اوبو رسولو يو شمېر کانالونه هم ويجاړ شوي دي.
\ ذ