ښوونه او روزنه

د پروان د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو اتحاديې د ښوونځيو د بيا فعاليت غوښتنه وکړه

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
د پروان د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو اتحاديې نن په يوه خبري غونډه کې د تحصيلي او ښوونيزو بنسټونو د بيا فعاليت د پيل غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتابتون په تالار کې جوړه شوه، د پروان د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو د اتحاديې رييس ريحان الله جمشيدي د دغې غونډې د جوړولو موخه د کرونا ويروس له امله د قرنطين دورې له تېرولو وروسته د ښوونځيو او ښوونيزو بنسټونو د پرانيستلو په موخه د خصوصي  او دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وبلل.
هغه په هېواد کې د ښوونځيو د تړل کېدو او پرانيستلو په اړه د دولت د مشخصې ستراتيژۍ نشتوالي، په ټولو بنسټونو کې د قرنطين نه رعايتول او د ښار د اصنافو د فعاليتونو پيل او دغه راز د زده کوونکو د وروسته پاتې کېدو پر نه سنجولو او مادي او معنوي زيانونو انتقاد وکړ او په هېواد کې د ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو د پرانيستلو غوښتنه يې وکړه.
جمشيدي دغه راز په ښوونځيو کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د خپلو سنجول شويو پلانونو خبر ورکړ او په دې برخه کې يې د پروان له پوهنې رياست سره د خپلو همغږيو ډاډ ورکړ.
د پروان د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو اتحاديې رييس، سره له دې چې   پر يادو برخو د مادي او معنوي زيانونو د رامنځته کېدو يادونه وکړه، زياته يې کړه  چې دغه بنسټونه د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو د ورکولو او د جايدادونو د کرايې له امله په ميليونونو افغانۍ زيانمن شوي دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته