خبرونهښوونه او روزنه

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ پرانیستل شوه

۳۱- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د پروان د غوربند درې د سیاه ګرد ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پروان د پوهنې ریاست یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت له بودجې څخه د ۱۱ میلیونو ۳۰۰ زرو افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه وویل چې په دې ودانۍ کې د انګړ دېوال او نور اړین ملحقات په پام کې نیول شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته