کابل، د زمري٤مه، باختر
د پروان د کانونو ریاست د اسلامي امارت د بریا له پیل څخه تر اوسه پورې ۷۹ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د پروان د کانونو رياست مسوولينو نن د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواکو سره خپل فعاليتونه او لاسته راوړنې شريکې کړې.
د پروان د کانونو رئيس مولوي عبدالقدوس نعماني د دغه رياست د فعاليت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په پروان کې درې ډوله قيمتي، نيمه قيمتي کاني او ساختماني توکي شته چې هر يو يې د اړوندو څانګو او تخنیکي ټیمونو له خوا نظارت او استخراج کیږي.
نوموړي دغه راز په دغه ولايت کې د يو شمېر کانونو لکه د نفرايت ډبرو، مرمر ډبرو، ساختماني توکو او د نورو کانونو يو شمېر قراردادونو ته اشاره وکړ او ويې ويل، د اسلامي امارت له بریاليتوب څخه تر اوسه پورې له کانونو څخه ٧٩ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت حساب تحويل شوي دي.
نعماني د کانونو د غير قانوني ايستلو د مخنيوي ډاډ ورکړ او د دغه رياست د راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات ورکړ.
د پروان د والي مرستيال مفتي محمد ادريس انوري د دغه ولايت د کانونو رياست د لاسته راوړنو او هلو ځلو قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې د کانونو ايستل بايد په شفاف او قانوني ډول ترسره شي چې د سيمې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
\ ذ