امنیت

د پروان سرخ پارسا ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو نن غرمه د پروان سرخ پارسا ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د عملياتو په پايله کې د پروان سرخ پارسا ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيول شوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو عملياتو په بهير کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي او د پروان په نورو نا امنو سيمو کې عمليات لا هم دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته