خبرونهټولنه

د پروان سیمه ییز مسوولین: د پروان اوسېدونکي د برېښنا له پلوه پر ځان بسیا کېږي

کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

د پروان مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري نن د برېښنا د ولايتي کمېټې په غونډه کې وويل، ولايتي مسوولین هڅې کوي چې پروان د برېښنا له پلوه پر ځان بسيا کړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پروان مرستيال والي په ټولنه کې د انرژۍ پر اهميت او اړتياوو خبرې وکړې او ويې ويل، هڅه کوي چې د بريښنا په برخه کې د پروان ولايت د ظرفيتونو د لوړولو او د انرژۍ د سيسټمونو په جوړولو سره پر ځان بسيا شي.

د اقتصاد رئیس مجیب الله رحیمي په دې غونډه کې وویل، چې برېښنا د انسان له جدي اړتیاوو څخه ده، له برېښنا څخه ګټه اخیستنه د انسان په ژوند کې تر ټولو لوړ ارزښت لري او د هېواد د انرژۍ په درلودلو سره هېواد په ځان بسیا کوي او له بلې خوا د ټولنې د پراختیا او ترقۍ سبب کېږي .

د اقتصاد ریاست د پراختیا آمر سلیمان شمس وویل: “د دې کمیټې موخه د پاکې انرژۍ کارول د (هوا، لمر او اوبه) د دوامدارې پراختیا پروګرام له مخې رامنځته شوې ده.

په دې غونډه کې د برېښنا شرکت، د ښار جوړونې او ځمکه والۍ، د سیندیزې حوزې رئیسانو او د اړوندو ادارو  استازو د شته انرژۍ د استفادې په اړه خپل نظریات څرګند کړل او خپل ملاتړ یې اعلام کړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته