کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
د پروان والي د دغه ولايت له نهو ولسوالانو سره په کتنه کې وويل چې د ولسوالانو ستونزې، ننګونې او اړتياوو ته رسيده ګي کېږي.
د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده د دغه ولايت د نهو ولسواليو له ولسوالانو سره په کتنه کې ولسوالۍ د خلکو ستونزو د حل مرجع وبلله او ويې ويل چې د ښاريانو د سرګردانۍ او د ولايت مقام ته د مراجعينو د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په خاطر د ولسوالانو له خوا د يواغيزمن مديريتي تګلارې پر جوړېدو ټينګار وکړ.
نوموړي د خلکو د ټولنيزو ستونزو په حل کې د علماوو، مبلغينو او مخورو رول مهم وباله او مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د يادو شويو شخصيتونو په تفاهم سره
دې قضاياو ته رسيدګي وکړي.
د پروان والي دغه راز د يو شمېر کسانو له خوا د ولسواليو په تفکيک سره د غصب شويو دولتي جايدادونو د بېرته ستنولو لارښوونه وکړه.
په دې کتنه کې د پروان ولایت ولسوالانو د خپلو فعالیتونو او کاري پلانونو په اړه د دغه ولایت مشرتابه ته معلومات ورکړل او يو شمېر ستونزې هم مطرح کړې، چې د پروان والي د همکارۍ ژمنه وکړه.
د پروان د والي مرستيال مفتي محمد ادريس انوري د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ پر رامنځته کولو او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
\ ذ